د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولېنډ او ناټو ګډ پوځي مشقونه پیل کړي


پولینډ او د ناټو اتحاد نورو ځواکونو د هغه هېواد په شمال کې دفاعي مشقونه پیل کړي دي.

د ډرېګن – ۱۷ په نوم دا دفاعي پوځي مشقونه تېره ورځ پر داسې وخت پیل شوي چې په دې وروستیو کې د روسیې او بېلاروس ګډو پوځي تمرینونو اندېښنې وپارولې.

په دې مشقونو کې شاوخوا ۱۷،۰۰۰ ځمکني، هوايي او بحري سرتېري برخه اخلي. دا تمرینونه به د روانې میاشت تر ۲۹مه روان وي او دا لومړی ځل دی چې پکې د پولینډ د ځمکنۍ دفاع نوی ځواک برخه اخلي.

دا ځواک د هغو رضاکاره ولسي وګړو دی چې د هېواد د پوځ ملاتړ کوي.

په مشقونو کې د ناټو د نورو غړو لېتوانیا، لاتویا، جرمني، برتانیې، سلوواکیا، اېټالیې، بلغاریې او رومانیا او د ملګرو هېوادونو جورجیا او اوکراین پوځیان ګډون کوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG