د لاسرسي ځای

ټرمپ: نړۍ دې د شمالي کوريا او ايران د ګواښونو پر ضد کلک دريځ خپل کړي


د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر غړو غږ کړی چې د شمالي کوريا او ايران د ګواښونو پر ضد دې کلک دريځ خپل کړي. نوموړي تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې که ملګري ملتونه د شمالي کوریا د دښمنۍ ډکې تګلارې په بدلولو کې پاتې راغلل نو امريکا به مجبوره شي چې شمالي کوریا په بشپړ ډول تباه کړي.

(( امريکا زیات قوت او صبر لري خو که اړ شو چې له ځانه او له خپلو متحدانو دفاع وکړو نو بل انتخاب به نه لرو بس دا چې شمالي کوریا په بشپړ ډول له مینځه یوسو. راکټي سړی د ځان او د خپل رژیم لپاره په یوه ځانوژونکي ماموریت دی. امريکا چمتو ده او دا توان لري خو هیله من يو چې دې ته اړتیا پاتې نشي.))

بلخوا ولسمشر ټرمپ د ايران په اړه وويل چې د نړی هیوادونه له ډیر وخت راپدېخوا د ایران پر ضد چې ټرمپ یاغي او خونخواره رژیم یاد کړ مقابله کوي. نوموړي وویل ایران ته به اجازه ورنکړي چې خطرناک میزایلونه جوړ کړي. د هغه په خبره د ایران د مشرانو د اوږدې مودې قربانیان په خپله ایرانیان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې شرمناکې او خوشې شعارونه بللي دي چې د ظریف په وینا د غبرګون وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG