د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ ښايي پر شمالي کوریا د سخت دریځ غوښتنه وکړي


تمه څرګنديږي چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله لومړۍ وينا کې پر شمالي کوريا او ايران د لا سخت دريځ خپلولو غږ وکړي.

د سپينې ماڼۍ يو چارواکی د ټرمپ د نننۍ کېدونکې وينا په اړه وايي چې هغه به د شمالي کوريا د ګواښ او له هغه څخه امريکا او نورو هېوادنو ته د ورپېښ خطر په اړه ډېره تنده لهجه وکاروي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د شمالي کوريا د اېټمي وسلو او بېليسټک ميزايل پروګرام په غبرګون کې پر دې هېواد څو ځله بنديزونه لګولي دي.

خو پيانګيانګ پرون خبرداری ورکړ چې نور بنديزونه او فشار به دا هېواد ته دې اړ کړي چې خپل اېټمي پروګرام نور ګړندی کړي.

بلخوا د چين د بهرنيو چارو وزارت نن ويلي چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د روس د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په نيويارک کې د ملاقات پر مهال د دې لانجې پای ته رسولو د يوه سوله ايز حل غږ کړی دی.

ټرمپ به په خپله وينا کې د ايران په اړه هم اندېښنه څرګندوي.

د ټرمپ انتظاميه پر تهران تور پورې کوي چې د ۲۰۱۵م کال د اېټمي تړون سرغړونه کوي او د ګاونډيو هېوادونو په چارو کې لاس وهنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG