د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په پکتیا کې اووه وسله وال وژل شوي


د افغانستان په پکتیا ولایت کې هوايي برید وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد ولایت چارواکي وايي چې پرون ناوخته مازدیګر د سید کرم ولسوالۍ د غوریزې په سیمه کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې اوه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر لخوا رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې وسله وال په دوو ګاډو کې سواره وو چې د استخباراتي معلوماتو په ترڅ کې پرې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي برید وکړ.

د خبرپاڼې ترمخه په وژل شویو کې د طالبانو یو قوماندان سیف الله هم شامل دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید په باب رسنیو ته څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG