د لاسرسي ځای

ترکمنستان: یو افغان په مارشل ارټ کې د سرو زرو میډال وګټلو


یو افغان ځوان چې حسین بخش صفري نومیږي، په ترکمنستان کې یې په اسیايي لوبو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د افغانستان د اولمپیک کمېتې د نشراتو د مسوول منورشاه شهزاد مشال راډيو ته وویل چې دغه مډال د رزمي لوبو جوجېستو په برخه کې د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ ښاغلي صفري د افغانستان په نوم کړ.

د ترکمنستان په کوربتوب د سالون دننه اسیايي سیالۍ نن( یکشنبه) د ترکمانستان د ولسمشر لخو پرانېستل شوې چې د روانې( سپتمبر) میاشتې تر ۲۷ نېټې پورې روانې وي.

په دې سیالیو کې د ۶۲ هېوادونو نږدې ۶ زره لوبغاړي په ۲۱ ورزشي رشتو کې لوبیږي چې د افغانستان څخه هم د ۱۶ ورزشي رشتو څخه ۲۳۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی.

XS
SM
MD
LG