د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډینګي وایرس: ماشي په انساني بوی پسې درومي، بدن ترې پټوئ


د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د ډينګي وايرس مخنيوي يونټ تر مخه په صوبه کې تر دې دمه ۲۰ کسان د ډينګي له تبې مړه شوي دي.

په دې شلو کسانو کې شپاړس د پېښور، دوه د هزارې او یو، یو دچارسدې او بونير دي.

د پېښور په تاکال کې د را برسېره شوي ډينګي وايرس اوتبې له وجې د دغه ښار په سلګونو وګړیو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

د صحت محکمې د ډينګي مخنيوي يونټ تر مخه دا وخت تر ۲۰۰ پورې ناروغان په مختلفو روغتونونو کې داخل دي چې زياته شمېره يې د پېښور په خېبر ټیچینګ روغتون کې ده.

د ياد يونټ يو چارواکې ډاکټر افتخار الدين مشال ريډيو ته په دې اړه زياته کړه

"په دې کې ۹۰ فیصده خلک داسې دي چې ورته لګېدلی وايرس دومره خطرناک نه دی او نه نور داسې څه د ويرې خبره وي خو بس چې ټيسټونه وکړي او لږ شان هم پکې د ډينګي وايرس موجود وي نو بيا غواړي چې هسپتال کې داخل شي. د صحت محکمې تر يو لاکه زيات کورونو کې د غوماشو وژلو سپرې پاشلې او له کورونو بهر هم داسې ځايونه چې د اوبو ډنډونه وو او هلته د وايرس پیداکېدو خطره وه نو هغه ختم کړل شو نو د دې له وجې په دې کېسونو کې کمی راغلی دی خو چې اوس کوم کېسونه راځي د هغې مسله دا ده چې اوس په کورونو کې ډينګې جراثيم پیدا کېږي."

د ډاکټر افتخار په وېنا چې په ټولو ضلعو کې د صحت محکمې او ضلعي انتظاميې په مرسته ځای پر ځای د ماشو ختمولو سپرې کېږي.

د نوموړي په وینا چې تر سپرې مهمه دا ده چې خلک خپل احتياط وکړی.

''چې باران وشو نو که په کورونو کې په چتونو د پاسه د ګاړو ټايرونه وي نور نه استعاملېدونکې څيزونه پراته وي هم دا شان مارغانو او څارویو ته اېښول شوي د اوبولوښې وي، هغه موږ لړه کړي دي او په هغو کې د باران اوبه درېږي. نو په دغه ولاړو اوبو د ډینګي جراثيم بيا په اسانه نه شي ختمېدلی او که دا ځايونه لوښي وغيره پاک وساتو نو بيا ويره نه شته. او بله خبره دا چې دا ماشي لرې نه ځي اول چې کوم ځای کې وي هلته حمله کوي بيا په ګاونډي کورونو کې او تر ټولو مهمه دا چې له دې هر څه علاوه خپل بدن پټ ساتل پکار دی ځکه چې دا ماشي د انسان په بوی پسې درومي.''

د ډينګي مخنيوي يونټ د رپورټ تر مخه په تېرو څلورويشت ګنټو کې نېږدې ۱۶۰۰ کسانو د ډينګي وايرس ټيسټونه کړي په ۳۰۰ کې یې تصديق شوی دی.

XS
SM
MD
LG