د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېپټمبر یوولسمې پېښې ۱۶ کاله


په نن ورځ ۱۶ کاله مخکې د سېپتمبر پر یوولسمه نېټه د امریکا په نیویارک ښار کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر مرکز ترهګریز بریدونه شوي ول چې پکې نېږدې درې زره کسان وژل شوي ول او څه باندې شپږ زره کسان یې ټپيان کړي ول. د هغو بریدونو ذمه واري د القاعدې شبکې هغه مهالي مشر اسامه بن لادن پر غاړه اخېستې وه.

په هغو بریدونو کې چې پر نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې وشول، د القاعدې شبکې ۱۹ غړیو مساپر وړونکې الوتکې کارولې وې چې دوو پکې د نیویارک پر اسمان څکیو ودانیو، یوې د امریکا دفاع وزارت باندې ټکر وخوړ او بله هغه په پنسلوانیا کې ولوېدله.

هغه وخت د دغې تندلارې شبکې مشرتابه او ډېری جګړه مارپه افغانستان کې دېره ول، همدا سبب وو چې امریکا په دغه هېواد کې د طالبانو رژیم په دې تورن کړ چې القاعدې شبکې ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

د یوولسم سېپټمبر خونړۍ پېښې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد یوه جهاني ټلواله وزېږوله او په اکتوبر میاشت کې یې نېږدې ۱۲۰ زره سرتېرو د خپلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې نه یوازې په افغانستان کې د القاعدې شبکه پسې واخېستله بلکې د وسله والو طالبانو رژيم یې هم نسکور کړ. د هغې جګړې لوخړې لا هم خېژي چې پکې تر ډېره افغان ولس ژوبلېږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر خپرې کړې شمېري ښيي چې له۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې د سږني کال د اګست میاشتې ترپایه ۷۶ زره ولسي افغان وګړیو ته مرګ -ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان دفاع وزارت که څه هم په دغه موده کې د افغان ځواکونو د مرګ - ژوبلې په باب کره شمېرې نه وړاندې کوي خو وايي، د نړیوالو اتحادیانو په مرسته د ترهګرۍ ضد جګړه بریالۍ ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې "افغان ملي پوځ د ترهګرو لوی او شوم هدفونه ناکام کړي، هغوی و نه ‎کړای شول چې په افغانستان کې لوی تروریستي مرکزونه جوړ کړي او یا هم ولایتونه او یا ولسوالۍ نسکورې کړي او هلته پکې خپلې اډې جوړ کړي. هغوی په خپلو ستراتیژیو او پلانونو کې ناکامه شوي دي او ډېر ژر به له وروستۍ ناکامۍ سره مخامخ شي. "

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتیژۍ اعلانولو پر مهال وویل د سېپټمر ۱۱مې نېټې پېښه په افغانستان کې پلان شوې وه او که دوی له دغه هېواده ووځي د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره به یوه تشه یا خلا رامنځته شي.

په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر دې دمه درې زره څلور سوه او اتیا تنه بهرني سرتیري وژل شوي چې دوه زره درې سوه شپږ څلوېښت یې امریکایان دي.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو۸۴۰۰ او د ناټو د غړیو هېوادونه ۱۳۴۰۰ سرتېري موجود دي او ټاکل شوې چې څلور زره تازه دمې امریکايي سرتېري هم افغانستان ته واستول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG