د لاسرسي ځای

د چین، پاکستان او افغانستان خارجه وزیران غونډه رابولي


پاکستانی خارجه وزیر خواجه اصف له خپل چیني سیال وانګ یي سره روغبړ کوي. ۸ م سیټمبر ۲۰۱۷

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي دي د روان کال په پای کې به د چین، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه راغواړي.

نن په بیجینګ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سره یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا په وخت نوموړي زیاته کړه چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې لومړۍ غونډه کې به د ستراتیجیکي مالوماتو شریکولو، امنیت او له یو بل سره د عملي مرستو په چارو خبرې کېږي.

پر دې مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل، چین، پاکستان او افغانستان درې ګاونډي هېوادونه دي او په افغانستان کې امنیت د درې واړو په ګټه دی.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان او پاکستان یو بل ته په نېږدېکولو کې د چین کردار ډېر مهم دی او پاکستان به له افغانستان سره د سیمه ایز امنیت لپاره خپلې هلې ځلې پر مخ وړي.

د ګډې خبري غونډې پر مهال د چین بهرنیو چارو وزیر وايي چې پاکستان خپله له کلونو د ترهګرۍ ښکار دی او د ترهګرۍ ضد نړیواله مبارزه کې یواهم غړی دی. وانګ وي ویل د پاکستان حکومت او ولس د ترهګرۍ ضد جګړه کې لویه قرباني ورکړې او هرڅوک یې لیدلی شي. او نړیواله ټولنه یې باید ومني.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف تر هغه وروسته د چین په سفر ولاړ چې په دغه هېواد کې د سیپټمبر پر څلورمه نېټه د پنځو پرمختیايي هېوادونو بریکس (برازیل، روس، هند، چین او جنوبي افریقا) سرمشریزې په پای کې په خپله خبره کړې اعلامیه کې په لومړي ځل په پاکستان کې د دوو تندلارو وسله والو ډلو لشکر طیبه او جیش محمد ذکر وکړ.

دوی ویلي د ترهګرۍ په پېښو کې ښکېلو، د دوی بندوبست کوونکيو او پلویانو ته باید په جزا ورسول شي.

پاکستان د بریکس اعلامیه رد کړه او ویلي چې د دوی په ملک کې د ترهګرو پناګاوې نه شته بلکې په افغانستان کې تر حکومتدارۍ نه لاندې سیمو کې د سختدریځو ډلو شتون د سیمې امن ته خطر دی.

XS
SM
MD
LG