د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان دفاع وزارت: د «بي ۵۲» الوتکو حملې به ترهګر نابود کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګرونو کې د بم غورځوونکو الوتکو کارونه به ترهګر له منځه يوسي.

دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګرونو کې د بي ۵۲ بم غورځونکو الوتکو کارونه به تروریستي ډلې دې ته اړې کړي چې له جګړې لاس واخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو پرمهال له بم غورځونکو الوتکو څخه کار اخېسنته ډېره مهمه ده او له دې وروسته به د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره له هليکوپټرو هم ګټه واخېستل شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"بم غورځوونکي الوتکې د تروریستانو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره ډېرې مهمې او اغېزمن دي، موږ هڅه کوو چې زموږ فعالیتونه پراخ او په افغانستان کې سوله راشي، زموږ فعالیتونه به د دښمنانو د ځپلو په هدف زموږ د همکارانو سره په همغږي دوام وکړي."

یو امریکايي چارواکي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د هوايي حملو لپاره اف ۱۶، اې ۱۰ او ښايي بې ۵۲ الوتکې واستول شي.

خو دغه امریکايي مقام د نوم نه ښودلو په شرط دا خبره واشنګټن پوسټ ته کړې ده.

ده دا هم ویلي چې دغه الوتکې به له قطر څخه د افغانستان د هوايي رادار له لارې د تروریستانو پر لویو مرکزونو بریدونه وکړي.

د افغانستان دفاع وزارت په خبره د هوايي حملو د زیاتوالي ترڅنګ د مشکوکو کورونو او ځایونو پلټنه هم د افغان او بهرنیو ځواکونو په ماموریت کې شامل دي.

د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتيژۍ کې تروریستانو ته دا ګواښ شوی چې په هېڅ ځای کې د دوی د ځواکونو له نظره په امان کې نشي پاتې کېدای.

پنټاګونه د نوې ستراتيژۍ تر اعلان مخکې ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو ته به د بلک هاک په نوم هليکوپټرې هم ورکړي چې دغه موضوع د افغان دولت له هرکلي سره مخ شوې وه.

خو له دې ټولو سره سره په افغانستان کې به د بي ۵۲ الوتکو څخه کار اخېستنه د امریکايي ځواکونو لپاره نوې تجربه نه وي، ځکه دغه ځواکونو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ د راپرځولو لپاره هم له همدغو بم غورځونکو الوتکو څخه کار اخېستی و چې د يو شمېر افغان پوځي کارپوهانو په خبره ښې پایلې يې لرلې.

له دې ډلې د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ وايي، د دغو لویو جنګي الوتکو د کارونې پرمهال باید له ښې همغږۍ څخه کار واخیستل شي:

"هیله لرم چې د تېر په څېر و نه اوسي، په تېرو ۱۷ کلونو کې چې بهرنیو ځواکونه دلته حضور درلود دغو ځواکونو د تروریستي ډلو اصلي مرکزونه په نښه نه کړل چې اوس په افغانستان کې د جنګ پراختیا ویني، که دوی غواړي چې د ترهګرۍ جرړې ختمې کړي نو د ترهګرو اصلي رېښې او مرکزونه چې د افغانستان په هرځای کې وي په نښه کړي."

بلخوا د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، په دا شان عملیاتو کې باید هڅه وشي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه وړي، ځکه که چېرې په دې برخه کې تېروتنې وشي دغه عملیات به نه یوازې دا چې ښې پایلې ونه لري، برعکس د دولت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې به د خلکو غبرګونونه راوپاروي چې دا چاره به بیا ډېره خطرناکه وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG