د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: که اړټیا پېښه شوه اټمي وسلې کاروو


ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، امریکا د اړتیا په صورت کې په خپلو اټومي وسلو د ځان دفاع ته چمتو ده.

ټرمپ دا څرګندونې تر هغه وروسته کوي چې شمالي کوریا وویل، یو هایډروجن بم یې په کامیابۍ سره ازمویلی دی. نوموړي وايي هیواد یې چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ، متعارفو وسلو او اټمي وړتیاوو په مټ د خپلځان او خپلو ملګرو هېوادونو دفاع وکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په یکشنبه د جاپان له وزیر اعظم شینزو ابې سره په ټيليفوني خبرو کې وکړې.

ټرمپ تر دې مخکې پر خپله ټویټر-پاڼه په یوه بیان کې لیکلي ول چې د امریکا پروړاندې د پیونګ یانګ ویناوې او اقدامات خطرناکې پایلې لرلای شي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

د ټرمپ له څرګندونو مخکې د امریکا دفاع وزیر جېمز ماټېس ویلي وو چې متحده ایالات به ورپېښو ګواښونو ته د پراخو پوځي اقداماتو په وسیله ځواب ووايي.

ماټېس په داسې حال کې چې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جوزف ډانفورد یې څنګ ته ولاړ و، وویل چې امریکا د هېڅ هېواد، په تېره د شمالي کوریا محوه کول نه‌ غواړي، خو ده زیاته کړه چې د دې کار لپاره د هر راز اقداماتو امکان شته.

شمالي کوریا د یکشبنې په ورځ خپله شپږمه اټمي ازموینه وکړه.

پیونګ یانګ ویلي چې یو هایدروجني بم‌یې د اوږد واټن ویشتونکي توغندي په سروکي کې ځای پر ځای کړ او په بریا سره‌یې وازمایه.

هایدروج بم د هغو عادي اټمي بمونو په پرتله چې امریکا د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې پر جاپان وغورځاوه، زیات تخریب او ورانی کولای شي.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې هوايي ځواک او پوځ د پیونګ یانګ د ازموینې پروړاندې د ځوابي اقدام په ترڅ کې، د اټمي توغندیو د مدافعې تمرینات وکړل.

د جنوبي کوریا لوی درستیز نن دوشنبه وویل چې د دې هېواد پوځ د شمالي کوریا پر پوځي تاسیساتو د نمایشي برید پوځي تمرینات وکړل او په دې ترڅ کې یې په ختیځ سمندرګي کې ټاکل شوي اټمي تاسیسات په نښه کړل.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا، جاپان، فرانسې، بریتانیا او جنوبي کوریا په غوښتنه نن یوه بېړنۍ غونډه پلان کړې ده.

د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست یوه ویاند ویلي چې د امنیت شورا له غونډې مخکې د جنوبي کوریا مشرانو موافقه وکړه چې د شمالي کوریا پرضد به د ملګرو ملتونو د پراخو اقداماتو غوښتنه وکړي.

امنیت شورا پر پیونګ یانګ وروستي بندیزونه په اګست میاشت کې ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG