د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د میکسیکو له ولسمشره د نجونو تعلیم ته د زیاتې توجه غوښتنه کړې


د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ د میکسیکو له ولسمشر اېنرېکې پینا نییتو څخه غوښتنه کړې ده چې په خپل هېواد کې د نجونو تعلیم ته توجه ورکړي او داسې اقدامات وکړي چې ټولو ماشومانو ته تعلیم ورکړل شي.

دا خبره نوموړې په میکسیکو کې د تعلیم په اړه د اګهۍ پیدا کولو په موخه له ولسمشر سره د لیدو پر وخت کړې ده. ملالې د پنجشنبې یا زیارت پر ماښام په یوه بیان کې ویلي، په میکسیکو کې له ۲۰ لاکو څخه زیاتې نجونې له ښوونځیو بهر دي او په هغه هېواد کې په سکولونو کې داخلې یوازې نیمايي نجونه ثانوي تعلیم بشپړوي. بیان وايي، په میکسیکو کې د بې وزلۍ، ټولنیزو حالاتو او هلته پر تعلیم د کم لګښت له کبله د ګڼو ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG