د لاسرسي ځای

افغان حکومت د ايسوشيټيډ پريس خبري اژانس هغه رپورټ رد کړی دی چې وايي د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر، محمد معصوم ستانکزي او د افغانستان ملي امنيت سلاکار، محمد حنيف اتمر د طالبانو سره مذاکرات کړې دي.

د افغانستان امنيت شورا نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې سوله د هېواد لپاره ضروري ده خو د طالبانو سره د خاصو تماسونو خبرونه سم نه دي.

اسوشيېټيډ پرېس د سېشنبې ورځې په رپورټ کې ويلي چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر تقریباً هره ورځ او د امنیت شورا سلاکار هره دوهمه میاشت له طالبانو سره د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو په باب خبرې کوي. د اژانس په خبر د دې کتنو په تړاو يې اسناد ليدلي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته نن ويلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په وروستیو وختونو کې له طالبانو سره هيڅ ډول خبرې نه‌دي کړي. ده وویل، د ملي امنیت سلاکار په دې خاطر هم طالبانو سره تماس نه نیسي چې د سولې چارې د سولې عالي شورا پرمخ بیايي.

د طالبانو په غوښتنو کې راغلې چې ښځه بايد ولسمشره نه شي. د انجونو او هلکانو د تعليم په اړه ستونزه نه لري، لنډمهاله حکومت دې رامنځته شي خو دواړه خواوې چې کومې سيمې تر لاس لاندې لري هغه بايد د دې خبرو تر عملي کېدو پورې ورسره پاتې شي
ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس

د اسوشيېټيډ پرېس په وينا افغان چارواکیو او طالبانو د راتلونکیو انتخاباتو او د افغانستان اساسي قانون د منلو په باب د طالب مشرانو د لېوالتیا په اړه بحثونه کړي دي.

یوه افغان امنیتي چارواکي دې اژانس ته ویلي، طالبان په اساسي قانون کې ځینې بدلونونه غواړي خو د اوس لپاره د دې غوښتنې په عمليکېدو ټینګار نه‎ کوي. طالبان دغه‌راز په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام تصور هم وړاندې کوي.

د هغو اسنادو او چارواکو د څرګندونو له مخې چېاسوشيېټيډ پرېس بیان کړي دي د طالبانو ځینې غوښتنې په لاندې ډول ښودل شوې دي.

  • طالبان د هلکانو او نجونو له تعلیم سره چې په هره کچه وي اختلاف نه ‎لري، خو د جندر توپير ته باید پام وشي.
  • ښځې کولای شي د دفاع او عدلي چارو په ګډون په هره برخه کې فعالیت ولري. پرته له سترې محکمې (سپريم کورټ) ښځې کولای شي قاضیانې هم و اوسي، خو طالبانو ته به ضمانت ورکول کېږي چې ښځه د ولسمشرې په توګه نه‌ ټاکل کېږي.
  • تر راتلونکیو انتخاباتو مخکې باید لنډمهاله حکومت جوړ شي او په دې حکومت کې باید له اوسنیو او پخوانیو چارواکیو یو هم نه‌ وي.
  • دواړه خواوې به د انتخاباتو تر عمليکېدو پورې هغه سیمې له ځانه سره ساتي چې دا مهال‌ يې په کنټرول کې دي.

بلخوا د شورو/ چارشنبې په ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مطبوعاتو ته لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی د اسوشيېټيډ پرېس رپورټ ردوي. د هغه په خبره دا هسې تبليغات دي او داسې خبرې نه دي شوې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG