د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مکسیکو توپان د امریکا تېلو پیداوار زیانمن کړی


امريکايي چارواکي وايي، د مکسيکو په خليج کې د هاروې په نوم د توپان له کبله، د امريکا د تېلو توليدات ٢٢ سلنه ټکني شوي دي.

دغه توپان د تکزاس ايالت د جنوب ختيځ زياتې برخې تخريب کړې دي.

د امريکا د کورنيو چارو وزارت پرون یکشنبه وويل، دا د مخکنۍ ورځې په پرتله يو څه پرمختګ ښيي، وړمه ورځ د خليج په ساحه کې د تېلو توليدات ٢٥ سلنه بند شوي وو.

وزارت وايي چې په سيمه کې د تېلو د استخراج او پروسس د ٧ سوه ٤٠ فعالو مرکزونو له جملې، ١٠٥ يې د توپان له کبله تخليه شوې دي.

له دې سره په امريکا کې د تېلو بيې ٦ سلنه لوړې شوي چې دا په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو جګه بيه ښودل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG