د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ پر روس غږ کړی دی چې په بیلاروس او د روس په غربي برخه کې راروانه مياشت کې د کيدونکو پوځي مشقونو په اړه د شفافيت نړيوالې ژمني په پام کي وساتي
د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ دا خبره تيره ورځ د پولينډ په پلازمېنه وارسا کي د دې هيواد له وزيراعظم بياتا سيزدلو سره د لېدو کتو پر مهال کړې ده.
تر دې ملاقات وروسته د ناټو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ینز ستولتنبرګویلي چې دوی به په راتلونکې مياشت کي کيدونکي دغه پوځي مشقونه له نيږدي وڅاري.
د زپاډ په نامه کيدونکي دغه پوځي مشقونه به د راتلونکي مياشت له څوارلسمې نيټې تر شلمې نيټې تر سره کېږي.
بلخوا روس د دې پوځي مشقونو په اړه اندیښني رد کړي دي .