د لاسرسي ځای

د افغانستان د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کی شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال نن مشال راډيو ته وویل چې، دغه برید تیره ورځ ناوخته په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په وسېله ترسره شوی دی.

دى وايي چې د بريد په ترڅ کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی یو شمېر وسلې او نور سامانونه له منځه تللي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ترسره شوي هوایي برید کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

خو داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG