د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپېن کې د ترهګرو پر ضد پراخ عمليات پېل شوي دي


د پنجشنبې په ورځ د سپېن په بارسلونا ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د لارۍ خېژولو له پېښې وروسته پوليس د ترهګرو پر ضد پراخ عمليات پېل کړي دي. په دې پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او مشکوک کس چې تښتېدلی دی، د پوليس په وينا د بريد يو له پلان جوړوونکو څخه دی.

پولیس زياتوي، د پېښې په تړاو يې دريم مشکوک کس نن (جمعه) نيولی دی خو البته په ډاګه نه ده چې دا د لارۍ چلوونکی دی او که نه. پوليس پرون (پنجشنبه) دوه کسان ونيول چې يو د مراکش او بل د شمالي افريقا د ميلا اوسېدونکی دی. پوليس د لارۍ چلونکي لټون کوي چې له پېښې وروسته د منډي وهلو په حال کې ليدل شوی وو.

پر دې سربېره په يوه جلا پېښه کې پنځه نور کسان د بارسلونا په جنوبي ښارګوټي کېمبرلز کې پرون هغه مهال ووژل شول چې هغوی د چاودېدونکو موادو د کمربندونو له لارې د بريد هڅه وکړه.

په کېمبرلز کې شپږ ولسي وګړي او يو پوليس هغه وخت ژوبل شو کله چې بريدګرو پر هغوی لارۍ وخېژوله خو وروسته پوليسو هغه ووژل.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د بارسلونا پر نامتو سېلاني سيمه لاس رامبلا د بريد مسوليت منلی دی.

چارواکو نن ويلي، ښايي په پېښه کې د وژل شوو شمېر زيات شي ځکه چې ژوبل تر ۱۰۰ زيات دي. د چارواکو په وينا د وژل شويو او ژوبلو تړاو له شاوخوا ۲۴ هېوادونو دی چې د پاکستان، فرانس، جرمني او فلپاين وګړي پکې شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG