د اوکراين چارواکي وايي،هېڅکله يې هم شمالي کوریا ته د ميزايلو ټیکنالوژي نه ده ورکړي.
اوکراین دا خبره د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه راپور په غبرګون کې کړې چې پکې د کارپوهانو په حواله ویل شوې وو چې کیدای شي، شمالي کوریا د راکټو انجنې د اوکراین له یوې کارخانې اخیستې وي.
د اوکراين د امنيتي او دفاعي شورا سکتر الیکسېنډر تورچينوف د دوشبنې پر ورځ په يو بیان کې وويل، اوکراين کله همشمالي کوريا ته د راکټو انجنې يا د ميزاييل کومه ټیکنالوژي نه ده ورکړې.
نوموړي زیاته کړه چې د اکراین ضد دا مهم د روس استخباراتي ادارو له دې کبله پيل کړي دي چې د شمالي کوریا په اټومي او میزایلو پروګرام کې خپله همکاري پټه کړي.
نيويارک ټايمز په خپله پرونۍ مقاله کې لیکلي وو چې د کارپوهانو په اند، د جولايي په میاشت کې د شمالي کوریا لخوا د دوو ویشتل شوو بلاسټک میزایلو له انجنونو ښکاري چې د اوکراین دینپرو ښار نه ترلاسه شوې دي.