د پاکستاني عدالتونو له خوا نااهله ګرځول شوي پخواني وزيراعظم نوازشريف د اتوار په شپه په لاهور کې لويې ولسي جلسې ته په وينا کې ويلي چې هغه د نااهلۍ فېصله ولس ته وړاندې کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې هغه د ولس لخوا وزیراعظم ټاکل شویخو د پنځو کسانو لخوا کورته استول شوی دی. ده دا هم وویل چې د پاکستان په تېر ۷۰ کلن تاریخ کې یو وزیراعظم هم خپل د کار موده بشپړه کړې نه ده او اوس پکار ده چې په دې کې بدلون راشي.
په روانو حالاتو کې جمهوري ازادۍ ته خطرې رامخې ته دي.کارپوه سرفراز خان
د نوازشريف له خوا په عدالتي فېصله سختې نيوکې او ادارو سره په ښکاره ټکر اخېستلو ته کارپوهان بېلا بېل نظرونه لري.
د سياسي او سيمه ييزو چارو کارپوه ډاکټرسرفرازخان وايي چې په تېرو وختونو کې هم عدالتونو داسې فېصلې کړي چې خلکو نه دي منلي لکه د ذوالفقارعلي بهټو د پانسۍ سزا ،د هغه وخت د نېشنل عوامي پارټۍ عبدالولي خان غدار ګرځول او درې ځله مارشل لا ته قانوني لار ورکول، هغه فېصلې دي چې هغه وخت خلکو نه وې منلې او وروسته غلطې ثابتې شوې وې. نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې په روانو حالاتو کې جمهوري ازادۍ ته خطرې رامخې ته دي.
د ډاکټرسرفراز په وينا چې د عام ولس ترڅنګ دانشوره طبقه هم دا ګڼي چې دلته عدليه کله هم ازاده نه وه، که لږې ډېرې نخښې يې ښکاره شوې وې هغه هم بندې کړې شوي.
"اوس داسې ښکاري چې يا خو به سياسي بدلون جمهوريت اړخ ته ځي، جمهوريت کې به ژورتيا راځي او عدليه به ازادۍ اړخ ته ځي. يا دا هم کېدای شي چې کوم بندېزونه اوس ښکاري هغه به نور هم زياتېږي او جمهوري ازادۍ به کمېږي"
د ډاکټرسرفراز په وينا ښکاري داسې چې د سرمايه داره سياسي ګوندونو لکه مسلم ليګ (ن) او د رياست مقتدره ادارو ترمنځ اختلافات زيات شوي دي، بله دا چې د پروېزمشرف په دور کې د عدليې د ازادۍ لپاره کوم غورځنګ چلېدلی و هغه يواځې د چيف جسټس د بحالۍ لپاره نه بلکې د ازادې عدليې لپاره و خو له بده مرغه هغه يواځې د هغه وخت د سپريم کورټ د چيف جسټس افتخارمحمدچوهدري پورې محدوده وساتل شو.
که نوازشريف ادارې مضبوطول غواړي بايد لومړی فېصلې ومني. ځکه ده خپله ویلي وو چې د عدالت هره پرېکړه به مني.خبریال او شنونکی حسن خان
په اسلام اباد کې مېشت خبريال او په سياسي چارو نظرلرونکی حسن خان وايي که نوازشريف ادارې مضبوطول غواړي بايد لومړی فېصلې ومني. ځکه چې په تېرو وختونو کې که عدالتونو غلطې فېصلې هم کړي دي خو سياسي ګوندونو هغه منلي دي.بله دا چې نظام په شريکه بدلول کېږي خو په موجوده حالاتو کې د نوموړي سره خپل اتحادي ګوندونه هم په نظر نه راځي.
حسن خان زياتوي چې په کوم انداز کې نوازشريف په عدالتونو يا نورو ادارو ټکونه کوي، نور سياسي ګوندونه يې له ځانه سره په اعتماد کې نه دي اخستي نو دا کله هم د نوازشريف لپاره ګټور نه شي کېدلی.
"نوازشريف په خپله ويلي وو که عدالت هر څه فېصله وکړه دوی به يې مني خو نن دی د هغې پرضد خبرې کوي. دا ټول هر څه د ده په ګټه نه دي او يو ضدي کردار په توګه نوازشريف وړاندې راولي، نه د يو عوامي مشر په توګه. د نواز شریف اوسنۍ رويه او سخت دريځي هغه ته په راتلونکي کې د ګټې پر ځای تاوان رسولی شي"
د اګست پر نهمه نېټه نوازشريف له اسلام اباده لاهور ته سفر پېل کړی و کوم چې د خالي په ماسخوتن سر ته ورسېد. په دغه سفر کې نوموړي په پنډۍ، جهلم، ګجرات، ګوجرانواله،مريدکی، شاهدره او د لاهور داتا دربار مخې ته ولس ته ويناګانې وکړې او پر هغه عدالتي فېصله يې ټکونه وکړل چې د پاکستان سپريم کورټ د جولايۍ پر ۲۸مه د شتمنيو نه ښودلو په تور دی د وزيراعظمۍ د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی و.