د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت: د طالبانو د مشر د زوی وژنې پخلی نشو کولای


د افغان طالبانو مشر هيبت الله اخند زاده
د افغان طالبانو مشر هيبت الله اخند زاده

افغان چارواکي وايي د طالبانو د مشر هيبت الله اخند زاده د زوی د وژنې پلټنې کوي خو لا د دې خبر پخلی نه شي کولای چې هغه وژل شوی دی.

د افغانستان د رسنيواو اطلاعاتو د ادارې مشر صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي هغه له دې راپور سره متفق نه دی . نوموړي زیاته کړې ده طالبان دروغ وايي او دا د هغوی د پروپاګند یوه برخه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد جرمن خبري اژانس ډي پي اې ته ویلي د ملا هیبت الله ۲۳ کلن زوی عبدالرحمان چې خلک يي د حافظ خالد په نوم هم پیژني، د جولای پر ۲۰مه نېټه د افغانستان د هلمند ولايت په ګريشک کې د افغان ځواکونو پر یو مرکز ځانمرګی برید کړی وو او هم په دغه برید کې وژل شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG