د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغان پولیس وژل کېده خطايي او خواشینوونکي بللي


افغان پولیس
افغان پولیس

د امریکا د دفاع وزارت – پینټاګون – د دې خبر پخلی کړی دی چې د امریکايي ځواکونو په یو خطايي برید کې د افغانستان ۱۶ پولیس وژل شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت بېګا وویل چې د امریکايي ځواکونو دا هوايي برید د افغانستان د هلمند ولایت په ګریشګ ولسوالۍ کې شوی دی. په دې برید کې دوه نور ژوبل شوي هم دي.

پینټاګون په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په هلمند کې پر ملګرو افغان ځواکونو شوی دا خطايي برید خواشینونکی دی او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي ، په ګریشک ولسوالۍ کې دا پېښه د جمعې په ورځ په ماسپښین کې رامنځ ته شوې ده.

عمر ځواک زیاته کړې چې یاد برید د پولیسو پر داسې یو مرکز شوی دی چې ښايي ۲۰ پولیس پکښې وو.

د نوموړي په وینا ،د پېښې په اړه د څېړنې په ځانګړي پلاوي کې د ټولو امنیتي ادارو او د هلمند د والي استازي شامل دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه له پاکستان سره پر پوله په پراته ولایت هلمند کې د وسله والو طالبانو پرضد په سخته جګړه بوخت دي.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا ، دوي د هغه سیمو د بیا اخستو لپاره په جګړه بوخت دي چې تر ډیره حده د طالبانو په ولقه کې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې امریکايي ځواکونو په ګرشک کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ملاتړ کاوه.

د امریکا او ناټو ځواکونه په هلمند کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره پراته دي.

په هلمند کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې وسله والو طالبانو په ګرشک کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG