د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایراني ولسمشر کشر ورور په ضمانت خوشي شوی دی


حسېن فريدون
حسېن فريدون

د ایران د ولسمشر کشر ورور حسېن فریدون چې څو ورځې مخکې د مالي بې نظمیو د ادعاوو په تور نیول شوی و، پرون (دوشنبه) په ضمانت خوشي شوی دی. د راپورونو له مخې نوموړی وروسته له هغې روغتون ته ولېږدول شوچې په عدالت کې د حاضرېدو پر وخت یې روغتیایي حالت ښه نه و.

تر اوسه معلومه نه ده چې فریدون به څومره پيسې د ضمانت په توګه ايښې وي. حسېن فريدون د حسن روحاني نژدې سلاکار هم دی چې په ۲۰۱۵م کال کې د هغو خبرو اترو برخه هم و چې له مخې يې ايران د نړيوالو لخوا پر دې هېواد د اقتصادي بنديزونو پورته کولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د غوڅولو تړون کړی و.

ویل کیږي چې د فريدون نیونه پرروحاني چې هڅه کوي له لویدیځ سره اړیکې ښې او پر ټولنې محدویتونه لیرې کړي، د سخت دریځو واکمنانو له خوا د فشارونو راوستل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG