د پکتیا امنیتي چارواکي وايي،نن ماسپښین یوه بجه د یاد ولایت مرکز ګردیزپه کابل لین کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسیدو وړاندې د پولیسو په ډزو کې ووژل شول.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار محمد تبسم مشال راډیو ته وویل ځانمرګو هڅه وکړه چې د پولیسو د تلاشۍ له پوستو وتښتي خو پولیسو پرې ډزې وکړې او په دې سره په ځانمرګو پورې تړلو واسکټونو چاودنې وکړې.
د دې چاودنو له امله درې عام وګړي هم ټپي شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د بریدګرو په تړاو له مخکې پولیسو سره د استخباراتي ادارو مالومات شریک شوي وو.