د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: پر روس بندیزونه نه ختموو


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تر هغو به پر روسیې بندیزونه ختم نه کړي چې مسکو په اوکراین او شام کې په جګړه کې د ښکېلو خواو تر منځ د سولې پر موافقو سلا نشي.

دا خبره ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له امریکا څخه پاریس ته د روانېدو پر وخت په الوتکه کې خبریالانو ته کړې.

ده وویل، دی به ((تر هغو بندیزونه لرې نه کړي چې د دوی او په شام او اوکراین کې د هرې خوا اطمینان نه وي تر لاسه شوی.))

نوموړی پاریس ته له خپل فرانسوي سیال اېمانول مکرون سره خبرو ته تللی دی.

ده زیاته کړه چې تېره اوونۍ چې یې په جرمني کې له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره ولیدل نو هغه د بندیزونو موضوع یاده نه کړه.

ټرمپ د بندیزونو په اړه دا څرګندونې د نه خپرېدا په شرط کړې وې خو وروسته سپینې ماڼۍ خپرې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG