د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزیو کې په یوه ونه کې اېښودل شوی بم پر ماشومانو چادوېدلی، دوه ژوبل


د اورکزیو د ډابورۍ په توغنۍ سیمه کې د لوبو په وخت د یوه بم چولو پېښه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د مالوماتو ترمخه، دغه پېښه د پیر په مازیګر شوې ده.

يوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل، بم په یوه ونه کې اېښودل شوی وو چې په دغه ماشومانو پسې چاودېدلی دی.

هغه وویل، ماشومان هسپتال ته رسول شوي دي او اوس د هغوی روغتیايي حالت ښه دی.

توغنۍ سیمه د بره اورکزیو د عليخېلو په حدودو کې راځي چې پکې د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو پس یو کال کېږي چې ځايي خلک ورته ستانه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG