د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب کردي ځواکونه د سوریې رقه ښار ته ننوتل


رقه په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې له‎خوا د دوی د پایتخت په توګه انتخاب شوی چې اوس‌مهال‌یې وروستی پیاوړی مرکز بلل کېږي.

راپورونه وایي، د امریکا په مشرۍ ائتلاف ځواکونه چې په سوریه کې د دغې ډلې په وړاندې جنګېږې د رقه ښار ته ننوتلي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي:

"دوی نن د لومړي ځل لپاره د رقې جنوب ته ننوتل او د الهال بازار یې ونیو."

عبدالرحمن: دوی نن د لومړي ځل لپاره د رقې جنوب ته ننوتل.
عبدالرحمن: دوی نن د لومړي ځل لپاره د رقې جنوب ته ننوتل.

​دی وایي، د سوریي ډموکراتیک ځواکونو شمال ته د فرات رود پر لور پرمختګ کړی دی، خو نورو ځواکونو له ختیځ لوري پر الهال مارکېټ بریدونه وکړل.

دغو ځواکونو له څو میاشتو راهیسې هڅه کړې داعش وسله‎وال په رقه ښار کې کلابند کړي.

د عرب کُرد ځواکونو ائتلاف پرون ویلي دوی ته شااوخوا زر تنه نور سرتېري ورسېدل څو خپل ختیځ او لوېدیځ سنګرونه پیاوړي کړي.

د بشري حقونو د څار ډله اټکل کوي چې په تېره میاشت کې پر رقې ښار د ائتلاف ځواکونو په هوایي بمباریو کې تر ۲۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

له اسلامي دولت ډلې څخه د رقې ښار ازادول به دې ډلې ته یو لوی ګوزار وي.

دغې ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په سوریې او عراق کې د حکومتونو پر ضد جګړو په نتیجه کې د هغوی ډېره خاوره لاندې کړه او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې اسلامي خلافت اعلان کړ.

پر داعش ډلې د بې‌رحمانه وژنو تور لګول کېږي چې په هغه کې د عامو خلکو د سرونو پرې کول شامل دي، ډېری دا ډول کړنې په رقه ښار کې کېدلې.

ویل کېږي له‎دغه ځایه بهر نورې ترورېستي حملې له همدې ښاره پلان کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG