د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: د بس او لارۍ له ټکره ۱۷ تنه مړه شوي


د جرمني پولیس وايي، د دې هېواد په جنوب کې د دوشنبې په ورځ د يوه مسافر وړونکي بس او يوې لارۍ تر منځ له ټکره ن د بس ۱۷ مساپران وژل شوي دي.

د پولیسو وياند یورګين ستاتر نن دوشنبه وويل چې چارواکي به په دې اړه معلومات خپروي، ځکه وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د پولیسو یوې وياندې اين هويفر وويل چې بس په بشپړه توګه سوځېدلی او داسې ويل کېږي چې ځيني کسان په بس کې دننه بند پاتې شوي وو.

چارواکي وايي، له ۴۸ مسافرو ۳۱ کسان په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG