د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په تېر یوه کال کې انساني سمګلرانو ۲۰ میلیونه وګړي ښکار کړي'


د امریکا بهرنیو چارو دفتر وايي، په تېر یوه کال کې په ټوله نړۍ کې تر شل میلیونه زیات خلک د انساني قاچاق ښکار شوي دي.

دا خبره د یاد وزارت په هغه کلني رپوټ کې شوې ده چې هدف یې په ځانکړې توګه له مېرمنو او ماشومانو څخه د ناوړې ګټې مخه نیول دي.

رپوټ لیکي چې چین د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په دغه مسله کې ښکېل دي.

د رپوټ په لیکنه، چین هلته د شمالي کوریا له مزدورانو ناوړه ګټه اخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د سېشنبې په ورځ ویلي، روس هم د شمالي کوریا په زرګونه مزدوران استعمالوي.

رپوټ لیکي چې میانمار، افغانستان، ملایشیا او قطر په دې لړ کې مثبت ګامونه پورته کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG