د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني پر وسله والو د سولې غږ کړی


افغان ولسمشر یوځل بیا د دولت پر وسله والو مخالفانو غږ کړی چې که ((افغانان یاست)) نو د ((سولې له بهیر سره یو ځای شئ.))

اشرف غني د یکشنبې پر ورځ په ارګ کې د اختر تر لمانځه وروسته وویل، که وسله وال د سولې سرغړونه کوي، نو افغان امنیتي ځواکونه به یې وځپي.

غني وویل، د سولې په لار کې ولس، نړۍ او د اسلامي هېوادونو اجماع له دوی سره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG