د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان کې لا هم دوه لکه ناراجسټر افغان کډوال ژوند کوي'


په بلوچستان کې د افغان کډوالو مشر اکبر چخانسوري وايي ، په بلوچستان کې لا هم شاوخوا دوه لکه ناثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

نوموړي دا خبره د سېشنبې په ورځ د کوټې په بیوټم پوهنتون کې د کډوالو نړیوالې ورځې په اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال کړې ده.

هغه ویلي چې د دې کډوالو د ثبتولو لپاره به په جولايي میاشت کې پنځه مرکزونه جوړ کړل شي چې دوه به په کوټه، یو په لورالايي، یو په پښين او بل په بلوڅ مېشته سیمه چاغې کې وي.

په بلوچستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر دنېش سریشتا دې غونډې ته وویل،باید له کډوالو او د هغوی له کوربنو دواړو سره مرستې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG