د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځي عملياتو کاميابۍ پيمانه به څه وي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات له کلونو راهېسي روان دي چې پکې سږ کال د رد الفساد په توم عمايات پيل شول او د جون په ۱۵مه د ضرب عضب عملياتو دري کاله پوره شول.

په دي عملياتو کې د خيبر پښتونخوا سوات نه واخلې تر قبايلي سيمو پوري پوځ د ترهګرو ډلو ضد کارواياني کړي دي. په دي وروستيو کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملياتو دري کاله پوره شول، همداراز د پاکستان په ښاريو کې د رد الفساد په نامه عمليات پيل کړل شوی دی. د پوځي عملياتو کاميابي يا ناکامي پيمانه څه وي؟ او ايا په دغو پوځي عملياتو کې د کاميابي اندازه څنګه لګولي شو؟

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د دفاعي چارو کارپوه حسن عسکري وايي چې په سوات، شمالي او جنوبي وزيرستان، او قبيايلي سيمو د ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو کې يوه خبره مشترکه ده او هغه دا چې وسلوال يې له هغو سيمو ايستلي دي، خو ولسي ادارو ته واک نه دی سپارل شوی او نه يې ذمه وارۍ ترلاسه کړي دي. نوموړي وويل چې پوځ اوس هم زياتره هغو سيمو کې موجود دی چېرته چې پوځي عمليات شوی دي.

« د ترهګرۍ ضد عملياتو د کاميابي پيمانه يا اندازه هغه شان مه کوئ چې څه رنګه په جنګ کې د کاميابۍ يا ناکامۍ په اړه کېږي ځکه چې د ترهګرۍ او اورپکتوب نزدي اړيکې ټولني سره وي. که چېري په ټولنه کې همدردي او خواښوګې وي، نو هغه خلک بيرته سر راپورته کولی شي. همدا وجه ده چې کومو ځايونو ته پوځ تللی دی هغه ځای نه واپس نه دی راغلی. د کاميابۍ او ناکامۍ اندازه له درېوو خبرو نه لګول کېدای شي، لومړی د علاقې کنټرول چا سره دي؟ دويم په پيښو کې څومره کمی راغلی دی؟ او درېيم دا چې په ژوند کې پخوا په څير څومره بدلون راغلی دی.»

حسن عسکري زياته کړه چې ردالفساد عمليات له نورو نه مختلف دي او په دي کې ولسي ادارې هم شاملي دي. بلخوا په اسلام اباد کې د شخړو مطالعاتو څېړونکی ډاکټر شهريار خان وايي چې د پوځي عملياتو يوازنۍ ګټه دا وي چې د وسلوالو مرکزونه تباه شي. شهريار خان په تاريخي تناظر کې د پوځي عملياتو د کاميابۍ او ناکامۍ په اړه وويل:

« د تيرو ۵۰ کلونو څېړنو نه معلومه شوې چې په سلو کې ۷ فيصده ترهګرې ډلې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ختمې کړل شوې دي. د دي نه علاوه پوليسو او استخباراتو تر ۲۰ فيصده پوري ترهګرې ډلې ختمي کړي دي. خو د زياتره مسلو حل پوځي عمليات نه دی. د پوځي عملياتو يوه ګټه شته، هغه ځکه چې د ترهګر تنظم مرکزونه او يا انفراسټرکچر ختمولو کې رول شته.»

څيړونکي شهريار خان زياته کړه چې د مطالعې ترمخه ترهګري او ترهګر تنظیمونه ختمول دوه جلا خبري دي. د ترهګرۍ ختمولو لپاره يو جلا او لویه پالېسي پکار وي، چې پکې سياسي، سماجي او اقتصادي خبرې شاملې وي او په دې کې ډير وخت لګي، بل ترهګر ختمول پوځي سټراتيژي وي. خو د لاهور يونيورسټي اف ميننجمنټ سائنسز د سياسياتو څانګې استاد ډاکټر رسول بخش رییس وايي چې پاکستان سره په دي خبره کې څوک مقابله نشي کولی چې ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو کې ډيرې کاميابي ترلاسه کړي دي. نوموړي وويل:

« دلته لوی تحريکونه وو، لکه تحريک طالبان پاکستان، لشکر جنګهوې او لسو پوري ترهګر ډلې وي، دغو ډلو سوات، وزيرستان او په قبايلي ايجنسیو قبضه کړې وه، خو نن تاسو وګورئ چې ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړل شوې ده. زما په اند په دي کې تر سلو فيصده پورې کاميابۍ مو ترلاسه کړي دي.»

کارپوهان وايي چې پوځ ترهګري په بشيړه توګه نشي ختمولی بلکې له تېرو عملياتو وروسته واک ولسي ادارو ته سپارل ضروري دي چې هغوی په سيمو کې خپله عملداري برقراره وساتي.

XS
SM
MD
LG