د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان ته څلور زره نور امریکايي عسکر استول کېږي


د امريکايي چارواکيو له خولې ويل شوي چې پېنټاګون به څلور زره نور عسکر افغانستان ته لېږي چې دارنګه د جګړې په ټپه ولاړ حالت بدل کړل شي.

اسوشییېټډ پرېس خبري اژانس د زيارت په ورځ د ناڅرګندو چارواکيو له خولې ويلي چې دا پرېکړه به د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې اعلان شي.

چارواکي وايي، د نويو عسکرو ډله به افغان عسکرو ته روزنه او سلامشوره ورکوي.

خو د پېنټاګون له ويانده چې د رپوټ په باب وپوښتل شول نو هغه ویل، تر اوسه لا هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

د دفاع وزير جېمز مټیس د امريکا پارلېمان غړيو ته د زيارت په ورځ ويلي ول چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د عسکرو شمېر په اړه د فيصلې اختيار ورکړی دی.

امريکايي مطبوعاتو ويلي وو، جنرال مټیس به له درو تر پنځو زرو عسکر افغانستان ته د لېږلو وړاندېز وکړي چې دارنګه د افغان امنيتي عسکرو او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړ حالت بدل شي.

امريکا داوخت په افغانستان کې اته زره عسکر لري.

XS
SM
MD
LG