رپوټونه وايي چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزیر جېمز مېټس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کچه وټاکي.
په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ویلي، دوی اوس مهال په افغانستان کې د اته زره څلور سوه سرتېرو تر څنګ څو زره نورو سرتېرو ته اړتیا لري.
د امریکا دفاع وزارت پر دې بحث کوي چې له درو تر پنځو زرو امریکايي او اتحادي عسکر افغانستان ته ولېږي چې زیاتره برخه به یې فضايي کارکوونکي او د افغان ځواکونو روزونکي وي.
دا تر هغه وروسته ده چې جېمز مېټس کانګریس ته خبرداری ورکړی وو چې د امریکا ملاتړ لرونکي افغان ځواکونه د طالبانو پرضد جګړه ګټي نه بلکې طالبان پراخېدونکي دي.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې د روان کال په پیل کې همد عراق او شام د چارو په اړه امریکايي جنرالانو ته تر پخوا زیات واک ورکړی وو.