د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پښتو اوسني فلمونه ښه موسیقي نه لري'


د پښتو فلمونو پخوانیو ډایرېکټرانو وینا ده چې د اوسنیو فلمونو په پرتله پخواني فلمونه ځکه کامیاب ول چې موسیقۍ او کیسې ته به يې ډېره پام کاوه.

نو که اوس هم د پښتو فلمونو موسیقاران او ډایرېکټران دې خوا پام وګرځوي نو کامیاب فلمونه جوړېدای شي ځکه چې موسیقي د فلم یوه مهمه برخه ده.

د پښتو فلمونو پخوانیو ډایرېکټرانو، پروډیوسرانو او د موسیقۍ استادانو په وینا چې ښه موسیقي د یوه فلم د کامیابۍ سوب ګرځېدای شي او د اوسنیو فلمونو په پرتله پخواني فلمونه ځکه کامیاب ول چې موسیقۍ ته به يې ډېره توجه ورکول کېدله، خو اوس هغه رنګ پام نه ورکول کېږي او ټوله موسیقي په کمپیوټرونو جوړېږي او شاعري هم معیاري نه وي.

د پښتو فلمونو پخواني پروډیوسر ملک آصف الله مشال راډیو وویل هغه پخواني خلک او هنر مندان هیرې وې او دا اوسني خلک وقتي او عارضي خلک دي. پخوا چې به کله فلم جوړېدو نو له ډاېرېکټر او پروډیو سره به کېناستل او کیسه به يې ولیکله او بیا به د هغه وخت د فلمونو شاعر امیر غلام صادق سندرې ولیکلې او دغه رنګ به رفیق شېنواري د سندرو طرز جوړ کړو او د موقعې په مناسبت سره به يې سندره لیکله هم او بیا به يې ترتیبوله نو په یوه یوه سندره به يې څو څو ورځې تېرولې نو اوس هم چې هغه سندرې واورئ نو ستا په مغزو او په زړه باندې د یو لس منټو لپاره یو ښایسته کېفيت محسوس شي او سوچ به کوې چې خدایه دا موسیقي به چا ترتیب کړي وي.

مشال راډیو چې د اوسنیو پښتو فلمونو لپاره موسیقي جوړونکي شاکرزېب نوشهروي نه پر نوې موسیقۍ وپوښتل نو د هغه وینا وه د وخت سره خو کار بدلېږي نو وخت بدل شوېدای او په هغه وخت به بدرمنیر وو چې کله به یوه سندره پېکچرایز کېدله نو د هغه په خلیه او په جامو باندې هم هغه موسیقي به ( فټ ) سمه وه.

نو دور خو بدلېږي په هر ځای کې نو که تاسو په هندوستان یا اروپا کې وګورئ تاسو په دې لس اته کاله کې وګورئ چې د سندرې عمر اوس ډېر لږ وي ولې چې کار ډېر شوې دی او بل تاسو وګورئ اوس په هره میاشت کې یوه یا دوه سندرې هټ کېږي که هغه د رحیم شاه یا بل هنر مند په اواز وي نو دې روستیو کې دوی هم داسې سندرې ریکارډ کړي چې د موقې او قېصې په مناسبت سره وي.

د پخوانیو پروډیوسرانو او ډایرېکټرانو په وینا که چرې د فلمي صنعت سره تړلي خلک دا صنعت بیا راژوندای کول غواړي نو د فلم د کیسې سره سره به ورله د پخوانیو موسیقارانو د تجربو او کار نه زده کړه کول وي.

XS
SM
MD
LG