د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د تېل او ګېس پولېنډۍ کمپنۍ کارکوونکي پرېښودل


په اتوار/یکشنبې وسله والو د یوې بهرنۍ کمپنۍ شپږ تښتول شوي پاکستاني کارکوونکي خوشې کړل.

په بنو کې د استخباراتي ادارو سرچینو مشال راډیو ته ویلي دغه کسان چې د پولېنډ د تېل او ګېس لټولو [کشفولو] کمپنۍ کې یې کار کاوه د پروسږ کال [۲۰۱۶] د نومبر په ۲۶ مه نېټه د نیمه قبایلي سیمې له درازندې د تحریک طالبان پاکستان مسود ډلې تښتولي ول او بیا یې د خوشېکولو په بدل کې د لسو کروړو روپو غوښتنه کړې وه.

خو د جنوبي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ فخرالاسلام خټک بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل،دا کسان بې له تاوان ورکولو، د روژې میاشتې په احترام او انساني خواخوږۍ خوشې کړل شوي دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا شپږ کسان واڼه ته رسېدلي او د ګل په ورځ به خپلو کورونو ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې د دغه بهرنۍ کمپنۍ جیو-فزیکا یو چارواکي انوارالحق د خپلو کارکوونکو په خوشېکېدلو د خوشالۍ څرګندونه کړې او د هغو خلکو مننه یې کړې چې د دوی په خوشېکولو کې یې مرسته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG