د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د نجونو سکولو سره چادونه، دوه پولیس ژوبل


د خېبر پښتونخوا پوليس وايي، د دوشنبې په سهار پېښور ته نېږدې د نجونو له يوه ښوونځي بهر بمي چاودنه شوې چې دوه پوليس يې ټپيان کړي دي.

د پېښور د پوليسو مشر محمد طاهر وويل چې چاودنه کې د ترهګرۍ ضد ادارې دوه پرسونال ټپيان شوي او زده کوونکیو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د ده په خبره، بم هغه وخت وچاودېد چې د پوليسو موټر له سيمې په تېرېدو و او بله بمي وسيله ساحې ته نېږدې موندل شوي او شنډه کړاى شوې ده.

په محلي رسنيو کې خپاره شوي تصويرونه ښيي چې چاودنه کې د ښوونځي عمومي دروازه هم زيانمنه شوې ده.

چا د دې حملې مسؤليت نه دى منلى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG