د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د ګلبدین حکمتیار پر ضد احتجاج شوی


په کابل کې په سلګونو خلکو د جمعې پر ورځ د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

دا مظاهره يوه ورځ وروسته له هغې شوې چې ګلبدين حکمتيار د شلو کالونو د خود ساخته جلا وطنۍ نه وروستو کابل ته راستون شوې دی.

مظاهرچیانو په لاسونو کې د هغه کسانو عکسونه نیولي وو چې د وژنې تور يي په حزب اسلامي لګول کیږي. دوي غوښتنه کوله چې حکومت دې ګل بدین حکمتیار ددغه جرمونو د احتساب لپاره عدالت ته وړاندی کړي.

د ګلبدين حکمتيار حزب اسلامي ګوند په ۹۰مه لسيزه کي د کورنۍ جګړې پر مهال د تشدد ذمه وار ګڼل کيږي . حزب اسلامي تېر کال د ستمبر په میاشت کې د افغان حکومت سره د سولې لوظنامه لاس لیک کړې وه.

بلخوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون له افغان حکومته غوښتلي چې په جنګي جرمونو تورن ټول کسان دې عدالت ته وړاندی کړل شي.

د دغه کمیسیون ویاند بلال صدیقي نن مشال ریډیو ته وویل چې ټول جنګي جنایت کاران باید د خپلو جنایتونو ځواب ورکړي او د قربانیانو حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار باید د خپلو پخوانیو کړنو ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG