د لاسرسي ځای

تازه خبر

له چمن او بولدک سره عسکري نښتې ګڼه مرګ-ژوبله اړولې


پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ په دوو کلیو کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې اووه تنه وژل شوي او د څلورو پاکستانیو ملېشه عسکرو په ګډون ۲۱ تنه ژوبل دي.

تر نښتې وروسته له سپین بولدکه و چمن ته تلونکې لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. دواړه لوري پر یو بل د لومړي برید کولو تور لګوي چې د جمعې ورځې له ګهیځه پیل او لا هم دوام لري.

د پاکستان پوځ ویلي افغان سرحدي ځواکونو پر هغو پاکستانيو عسکرو ډزې کړي چې په خپله خاوره لقمان او جهانګیر کلیو کې د سرشمېرنې ډلې ژغورلو لپاره ګمارل شوي ول.

پوځ دعوه کوي چې افغان چارواکي ته له وړاندې د سرشمېرنې په کولو خبر کړي ول خو افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني پوځ د دوی په سیمه کې سرشمېرنه کول غوښتل چې پر ډیورنډ کرښه پرته ده.

د کندهار امنیه قوماندانۍ یوه چارواکي غورځنګ اپرېدي ویلي په دغه نښته کې دافغانستان یو پوله ساتونکی سرباز هم ژوبل شوی دی.

پر ډیورنډ کرښه له نښتې ژوبل یو تن د چمن ښارګوټي روغتون ته وړل کېږي
پر ډیورنډ کرښه له نښتې ژوبل یو تن د چمن ښارګوټي روغتون ته وړل کېږي

د پاکستان امنیتي ادارو چارواکیو د ډیوې راډيو خبریال نعمت الله سرحدي ته ویلي دي پاکستاني چارواکي او سرتېري د سرشمیرنې په غرض تللي ول خو افغان ځواکونو يي مخه ونیوله او په نتیجه کې د دواړو خواو ترمنځ ډزې پیل شوي.

د چمن په سیول هسپتال کې ډاکترانو د یوې میرمنې په ګډون د درو ولسي وګړو د وژل کېدو او د ۲۱ و ټپیانو پخلی وکړ.

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې منلې چې په زخمیانو کې څلور د دوی ملېشه عسکر دي.

لقمان کلی د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه پروت دی. افغان چارواکي وايي لقمان کلی د افغانستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې پروت دی خو پاکستان يې د خپلي خاوري برخه بولي.

د افغانستان په کندهار ولایت کې میشته د وي او اې اشنا خبریال عزیز الله پوپل په دې اړه د افغان چارواکیو له خولې په خپل رپورټ کې وايي:

د کندهار سپین بولدک په لقمان کلي کې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني ملېشه وو ترمنځ د جمعې ورځې سهار پر درو بجو جګړه پيل شوې او لاهم دوام لري.

لقمان کلی په سپین بولدک ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پروت دی چې ګڼ ولس پکې اباد دی چې پاکستان يې د خپلي خاوري ادعا لري.

خو افغان لوری د پاکستان دا ادعا ناسمه ګڼي او لقمان کلی د سپين بولدک ولسوالۍ مهمه برخه بولي.

​د کندهار د امنيې قومندانۍ یوه لوړ پوړي منصبدار غورځنګ اپرېدي د امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چې "پاکستاني ملېشه مخکې هم راغلي وه او غوښتل يې په لقمان کلي کې سرشمېرنه وکړي خو موږ يې مخه ونیوله او نن سهار ۳ بجې کله چې دوی غوښتل بیا کلي ته راشي موږ يې پرضد پوځي اقدام وکړ او تر اوسه مو د پاکستاني ملېشه وو ۲ ټانګونه سوځولي او جګړه لاهم روانه ده."

د جګړې له کبله د بولدک – چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سپین بولدک ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ګډ ځواکونه رسېدلي.

XS
SM
MD
LG