د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان پوليسو مشر:سیاسي ګوندونه د مشال وژنې په تورنيول شوي کسان ژغورل غواړي


داکټر ميا سعيد دا خبرې تر هغه يوه ورځ وروسته کړې چې د جمعې په ورځ د مختلفو سياسي ګوندونو اتحاد متحده ديني محاذ په مردان کې د يوې مظاهرې پر مهال د مشال خان د وژنې په تور نيول شوي کسان بې ګناه و بلل او د شفافه پلټنو غوښتنه يې وکړه.

د خېبرپښتونخوا مردان پوليسو مشر ويلي، د عبدالولي خان پوهنتون د زدکوونکي مشال خان د وژنې په مقدمه کې د مختلفو سياسي ګوندونو سره تړاولرونکي تنظيمونه لاس لري نو ځکه هغوي هڅه کوي چې نيول شوي تورن کسان و ژغوري.

ډاکټر ميا سعيد د شنبې په ورځ مشال راډيو ته د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې پوليسو د مشال خان د وژنې په تور ۴۹ کسان پېږندلي دي چې پکې يې ۴۷ نيولي او پاتې دوه قبايلي سيمو ته تښتېدلي دي.

نوموړي دا خبرې تر هغه يوه ورځ وروسته کړې چې د جمعې په ورځ د مختلفو سياسي ګوندونو اتحاد متحده ديني محاذ په مردان کې د يوې مظاهرې پر مهال د مشال خان د وژنې په تور نيول شوي کسان بې ګناه و بلل او د شفافه پلټنو غوښتنه يې وکړه.

عبدالحي کاکړ د مرکې پر مهال د مردان پوليسو مشر ډاکټر ميا سعيده پوښتلې چې ايا په رښتيا يې هم بې ګناه کسان نيولي دي؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:48 0:00

XS
SM
MD
LG