د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال په وژنه کې ککړ مرکزي تورن ونیول شو


خوست کې د مشال په یاد کې مشالونه بل شول
خوست کې د مشال په یاد کې مشالونه بل شول

د مردان سیمه ییز پوليس مشر ډي ای جي عالم خان شينواري ويلي دي چې د عبدالولي خان پوهنتون زده کونکي مشال خان په وژنه کې ککړ د سر تورن کس عمران يې نیولی دی.

ډي ای جي د زیارت ورځې ماځیګر په مردان کې خبرې غونډې ته وويل چې نیول شوي کس عمران نومېږي چې د مشال خان ټولګیوال وو او پر هغه یې ډزې کړې وې.

د مردان پوليسو په وژنه ککړ مرکزي تورن کس عمران رسنيو ته هم مخامخ کړ خو مخ یې په تور ځړوکي یا ټوکر ور پټ کړی وو.

د عالم خان شينواري په وينا تر اوسه شپږو ملزمانو خپل جرم منلی دی او د مشال په وژنه د دوو تورنو کسانو په ګوته کولو يې عمران ګرفتار کړی دی.

نوموړي دا هم وويل چې يو بل تورن کس عارف مردان لا تر اوسه نه دی نیول شوی او پوليس يې د نيولو لپاره چاپې وهي.

د مشال په وژنه کې ګرفتار شوي زياتره کسان د عبدالولي خان پوهنتون زده کونکي دي او بيا ځېنې پکې د ياد پوهنتون کارکونکي دي.

عالم خان شينواري خبري ناستې ته دا هم وويل چې د مشال خان وژنه کې ککړ ۴۱ تورن بلوه ګر نیول شوي دي او زیاته یې کړه چې د یوې اونۍ په موده کې به د هغې پېښې ټول اړخونه څرګند کړل شي.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د اپرېل په ديارلسمه نېټه بلوه ګرو زدوه کونکیو او د پوهنتون کارکونکیو پر ټولنیزو رسنیو د مذهب سپکاوي په تور په همدغه پوهنتون کې د ژورنالیزم یو ۲۳ کلن زده کونکی مشال خان په ډزو او وهلو ټکولو ووژلو.

د مشال خان وژنې په خلاف په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې خلکو توند غبرګون وښود او له حکومته یې وغوښتل، چې د هغه وژونکي دې ونیسي او سزا دې ورکړي.

که څه هم د عبدالولي خان بلوه ګرو زده کوونکیو مشال خان د مذهب سپکاوي په تور په وهلوډبولو وواژه خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر یوڅو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې تراوسه یې داسې شواهد نه دي موندلی، چې ګوندې مشال خان دې مذهب ته سپکاوی کړی وي.

د پاکستان سپریم کورټ مشر قاضي او د دې هېواد وزیراعظم نواز شریف او په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان د مشال خان وژنې نوټس اخیستی و او دا یې ناوړه عمل بللی و.

د یادونې وړ ده، چې پر خیبر پښتونخوا سربېره په کابل، جلال اباد، خوست، بلخ او نورو سیمو کې هم ګڼو لیکوالانو او مدني فعالانو د مشال خان د یادونې په مناسبت غونډې کړې وې او د هغه وژنه یې غندلې وه.

“زوی مشال خان مې يوازې پر اوسني نظام نيوکې کولې”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

"زما د کور مشال یې ډېر په بې رحمۍ سره وژلی دی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:33 0:00

'مشال خان به تل د زغم او انسانیت خبره کوله'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:53 0:00

XS
SM
MD
LG