د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشال خان ته د انصاف لپاره لاریون


د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د نهې په ورځ د مشال خان وژنې پرضد او هغه ته د انصاف ورکولو لپاره يو لاریون وشو چې پکې د مدني فعالانو، ليکوالانو، شاعرانو او زده کوونکيو ترڅنګ وکيلانو هم ګډون درلود.

پر دې مهال مظاهرچيانو په لاسو کې د مشال خان انځورونه او بېنرې نيولې وې چې پرې هغه ته د انصاف ورکولو نعرې ليکل شوې وې.

د مظاهرې ګډونوالو وويل چې نور بايد د مذمت پر ځای مزاحمت وکړل شي چې داسې له دې خاورې سخت دريځي او تشدد ختم کړل شي.

په دې مظاهره کې د عوامي نېشنل ګوند ولې ډلې غړي ډاکټرجميل باچا وويل چې دا احتجاجونه اوس د بازارونو يا د خبريالانو د مرکزونو پرځای د پښتنو اباديو ته وړل پکار دي چې داسې عام ولس هم د دې له زيان او رښتياو خبر شي. د دې ترڅنګ د دا رنګ احتجاجونو د لارې پښتانه ځوانان به اوس په خپلو مشرانو فشار اچوي چې د مشال خان د ناحقه وژنې پوښتنه وکړي.

د ډاکټرجميل په وينا چې مشال يو روشن فکره ذهن لرلو کوم چې د ډېرو خلکو په نظر کې بد وو او هم دا وجه وه چې هغه بې ګناه ووژل شو.

نوموړي زياته کړه چې د مشال رڼا به کله هم ختمېدو ته نه پرېږدي او تل به دغه مشال بل ساتي.

د مظاهرې د راجوړوونکو په وينا چې دوي انصاف غواړي او له چارواکو دا غوښتنه کوي چې څوک هم په دي پېښه کې ککړ دي، که تعلق يې د هر ګوند سره وي خو ورته دې د قانون مطابق سزا ورکړل شي چې داسې بيا څوک له خپله ځانه د رياست قانون په لاسو کې وانخلي او نور بې ګناه خلک وونه وژل شي.

په مظاهره کې ګډون کوونکي د مدني ټولنې فعال او انځورګر محمدارشد خان مېک وويل چې د مشال خان د وژنې په پېښه کې که انصاف ونه شو نو داسې به بيا په تعليمي ادارو کې به تشدد نور هم سېوا شي او دې ته حالات جوړېدی شي چې زده کوونکی او استاذ به له يو بله د پوښتنې همت هم بايلي.

مېک زياته کړه چې يو هېواد کې دوه ځايونه د تهذيب هنداره وي، يو پارليمان او بل پوهنتون، نو نن چي د پوهنتون کوم حال دی او ټول يې ګورو چې د تشدد ډېرې پېښې رامنځ ته شوې.

''د مشال خان سره چې کوم ظلم وشو دا د ليدو وړ نه دی او خدای دې وکړي چې بيا داسې ونه شي. د حېرانۍ خبره دا ده چې هر څه په ويډيوګانو کې خوندي دي، موجود دي خو نه پوهېږو چې تر اوسه ولې مظلوم ته انصاف نه دی ترلاسه شوی.''

مظاهرچيانو په شريکه دا غوښتنه وکړه چې په تعليمي ادارو کې دې د سخت دريځۍ او تشدد سياست ختم کړل شي او د علمي ماحول د جوړولو لړ کې چې کوم خنډان رامخې ته دي هغه دې هم ژر تر ژره له منځه واېستل شي.

XS
SM
MD
LG