د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ملګرو ملتونه دې د شام جګړې ختمولو لپاره پر روسیې فشار راوړي'


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې پر امنیت شورا غږ کړی دی چې پر روسیې خپل ټول فشار راوړي چې هغه د خپل نفوذ په کارولو په شام کې جګړه ختمه کړي او هلته ژورېدونکی بشري بحران هوار کړي.

نیکي هېلې د پنجشنبې په مازیګر د امنیت شورا ته په وینا کې وویل، ((اوس باید ټول روسیې ته وګوري او ورباندې فشار راوړي ځکه چې هغوی که وغواړي په شام کې جګړه درولای شي.))

دې وویل، دا اړینه ده چې پر روسیې فشار راوړل شي. د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه روسیه هر پرېکړه لیک ردولای شي.

خو هېلې وویل، شورا باید د مسکو د ویټو امکان باوجود اقدام وکړي. روسیه د شامي ولسمشر بشارالاسد مهم ملاتړی هېواد دی.

د اسد حکومت له تېرو شپږو کلونو راهیسې د مخالفو ځواکونو پر ضد جنګېږي چې امریکا او ترکیه یې ملاتړ کوي.

پر اسد د کیمیاوي وسلو کارولو او د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې لکونو خلکو ته د بشري مرستو رسولو مخنیوي تورونه دي. مسکو او دمشق دواړه دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG