د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ايران اقتصادي پرمختګ ته پاملرنه وشي'


د ايران ستر مذهبي مشر په صدارتي کانديدانو غږ کړی چې د غرب لخوا د مرستې بغير د ايران اقتصادي پرمختګ ته پاملرنه وکړي.

نوموړي د ايراني ولسمشر له هغې پالسۍ ځان جدا کړی چې له مخې يې د بهراني تجارت او سرمايه کارۍ په وسيله اقتصادي پرمختګ کول دي.

ستر مزهبي مشر ايت الله علي خامنايې د سېشنبې په ورځ په تهران کې د مسلمان هېوادونو له سفيرانو سره په غونډه کې وويل چې ((د ايران صدراتي انتخاباتو کانديدان بايد ژمنه وکړي چې د اقتصادي مسلو د حلولو لپاره به بهر ته د کتو پر ځای ملي صلاحيتونه او ځايي اسناتياوې کاروي.

د خامنايې محافظه کاره اتحاديان تمه لري چې په حقيقت خوښونکي روحاني له تورنو لګولو سره به د ولسمشرۍ څوکۍ بيرته ترلاسه کړي.

دوی تور لګوي چې له ايرانه د غرب زياتره اقتصادي بنديزونو لرې کېدو باوجود د ايران د اقتصادي بحالۍ رفتار ورو دی. د روحاني لخوا له نړيوال طاقتونو سره د اټومي تړون په نتيجه کې له ايرانه بنيدزونه لرې کېدل پيل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG