د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني: د بلخ پوځي مرکز د بريد دې هراړخيزه ارزونه وشي


محمد اشرف غني د شنپې په ورځ د لوړپوړو چارواکيو سره په ګډه مزار شريف ته ولاړ او هلته يې وژل شويو عسکر لپاره يې دعا وکړه.

افغان ولسمشر په بلخ ولايت کې پر پوځي مرکز د شوي وسله وال بريد د هراړخيزې ارزونې امر کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه وايي، محمد اشرف غني د شنپې په ورځ د لوړپوړو چارواکيو سره په ګډه مزار شريف ته ولاړ او هلته يې وژل شويو عسکرو ارواو ته دعا وکړه.

د بلخ والي عطا محمد نور په هوايي ډګر د ولسمشر هرکلی وکړ او وروسته ۲۰۹ شاهين قلي اردو ته ولاړل.

پر پوځی مرکز د جمعې په ورځ وسله والو طالبانو بريد کړی وو چې پکې لږ تر لږه ۱۳۸ عسکر ووژل شول.

پر دې موقع شوې غونډې ته د ۲۰۹ شاهين قل اردو قومندان تورنجنرال مهمند کټوازي د بريد په اړه راپور وړاندې کړ.

ولسمشر اشرف غني د پيښې هراړخيزه ارزونې او د وژل شويو سرتېرو مړي خپلو کورونو ته د رسولو امر وکړ.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم، د ملي دفاع وزارت معاونیت سرپرست همایون فوزي، د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف او نور چارواکي ملګري وو.

XS
SM
MD
LG