د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د بلخ پر پوځي مرکز حمله څنګه وشوه ؟


لکه څنګه چې د حملې د مرګ-ژوبلې په اړه ضد و نقيض معلومات ورکړل شوي هم دغسې لا هم څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څنګه وتوانېدل قول اردو ته دننه لاړ شي.؟

د جمعې په ورځ وسلوالو د بلخ ولايت پر ٢٠٩ شاهين قول اردو ډله ييزه حمله وکړه.

لکه څنګه چې د حملې د مرګ-ژوبلې په اړه ضد و نقيض معلومات ورکړل شوي هم غسې لا هم څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څنګه وتوانېدل قول اردو ته دننه لاړ شي.؟

حمله تر ډېره د قول اردو پر جومات او خوړنځي متمرکزه وه.

د حملې په وخت کې د دې قول اردو د ارکان رئيس په جومات کې دننه وو.

دا چې ييزه حمله څنګه وشوه او چا په کې لاس درلود ؟

دا هغه پوښتنې دي، چې لا يې هم دقيق ځواب نه دى موندل شوى.

پر قول اردو د حملې يوه پېچلتيا دا وه، چې حمله کوونکو پوځي دريشۍ په تن کړې وې، چې پېژندل يې ګران کار و. جنرال عبدالروف

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د دې حملې د څېړنې لپاره دغه ولايت ته سفر وکړ. ظاهراً د دې حملې مسووليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

يو له هغو کسانو چې د جمعې ورځې د ډله ييزې حملې پر مهال په دغه قول اردو کې دننه و او له ټول جريان څخه خبر دى، د دغه قول اردو د ارکان رئيس جنرال عبدالروف محتاج دی چې هغه په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

”موږ په جومات کې وو، خو دښمن له خاص مهارت په استفاده د ملي اردو دوه رنجر موټرونه او يو تن ورسره و، چې ګواکې ناروغ دى او له فارياب څخه يې راوستلى، سېروم يې په لاس کې ورتېر کړى و. دوى په اول قراول کې درول شوي وو، لس دقيقې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې وې، حمله کوونکو پوځي دريشي لرله او د پېژندنې کارډونه ورسره وو. دوى په دويم قراول کې هم ودرول شول، هلته هم وليدل شول چې دوى د پېژندنې کارډونه لري، خو په درېيم قراول کې چې دوى ثبت او راجسټر کېږي او وسلې ورڅخه اخيستل کېږي، نښته وشوه، يو پرسونل مو ووژل شو، د کنډک قوماندان هم دلته شهيد شو دوه تنه ټپيان شول. دښمن په دې وخت کې سيده د جومات خوا ته راغلل چې زه هم هلته وم. دواړه رنجرونه د جومات پر لوري راغلل او د جومات پر شا و خوا يې حمله وکړه“

افغان ځواکونه په حمله کې د وژل شويو عسکرو مړي انتقالوي.
افغان ځواکونه په حمله کې د وژل شويو عسکرو مړي انتقالوي.

تر دې مخکې هم د افغانستان پر ځينو پوځي تاسيساتو او نورو دولتي ودانيو له پوځي دريشيو په استفاده ځينې حملې شوي دي.

د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو څو څو وارې خبردارى ورکړى، چې د پوځي دريشيو خرڅلاو او رانيول منع دي.

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ارکان رئيس جنرال عبدالروف محتاج وويل، پر دې قول اردو د حملې يوه پېچلتيا دا وه، چې حمله کوونکو پوځي دريشۍ په تن کړې وې، چې پېژندل يې ګران کار و.

”څو وارې وليدل شول چې په لوړه سطحه اعلان شوه چې څوک پوځي دريشي او پوځي خولۍ نه خرڅولاى او نه رانيولاى شي، خو دښمن دا کار کوي. هرڅوک کولاى شي د پوځي دريشۍ ټوکر رانيسي او دريشي ترې جوړه کړي. غټه ستونزه دا ده چې حمله کوونکي په پوځي يونيفورم کې راغلي دي“

د ٢٠٩ شاهين قول اردو د ارکان رئيس وايي حمله کوونکي لس تنه وو، چې دوو يې ځان وژونکې حملې کړي او اتو نورو وسلواله حمله پيل کړه، چې اته واړه وروسته د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

ده هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دوه تنه حمله کوونکي نيول شوي دي.

راپور: صالح محمد صالح

XS
SM
MD
LG