د خېبر پښتونخوا په چترال کې پر يوه کس مذهب ته د سپکاوي پر توربريد شوی چې د ژغورلو د هڅې پر مهال يې څو پوليس سرتېري ټپيان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، رشيد الدين نومي کس د جمعې د لمانځه پروخت جمات ته ورننوتی او ځان يې پېغمبر اعلان کړ.
پوليس چاواکی علي اکبر شاه وايي، پارېدونکيو خلکو د رشيد احمد پر وهلو ټکلو پیل وکړ چې وروسته و ژغورل شو.
نوموړی وايي، دغه کس لېونی ښکاري.
پوليس چارواکی وايي، خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د رشيد الدین طبي معاينه به کوي او که ثابته شوه چې لېونی نه دی نو پرضد به يې د توهين مذهب قانون لاندې مقدمه درج شي خو دده په وينا خلک قانع نه شو.
پوليسو تورن کس تاڼې ته یووړ خو پارېدونکيو خلکو پر تاڼه بريد وکړ.
هغو غوښت چې رشيد االدين ورسپارل شي.
پر دې مهال پوليسو پر خلکو ډزي وکړې او انسو ګېس يې استعمال کړ.
علي اکبر شاه وايي، هغه د بلوه ګرو قابو کولو لپاره له پوځ څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
دا په تېرو ۱۱ ورځو کې د توهين مذهب په نوم دريم بريد دی.
د اپريل په ۱۳ م نېټه هم قهرجنو بلوه ګرو د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې يو زدکوونکی مشال خان په ډزو او وهلو ټکلو وژلی وو.
خو وروسته پوليسو وويل چې پلټنو ثابته کړې چې مشال خان مذهب ته سپکاوی نه دی اړولی.
د مشال خان د وژنې پرضد له تېرو څو ورځو راهيسې په پاکستان او افغانستان کې مظاهرې کېږي او ياد غونډې جوړېږي.