د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مشال خان وژنه باید نور پښتانه راويښ کړي'


د مشال خان وژنې که يوه لورته د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د هغه د فکر لارويان د وير په ټغر کېنول، بل لورته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هغه وژنه په سختو ټکو کې وغندل شوه.

په ننګرهار کې هم يو شمېر فعاله ځوانان راټول شول او د مشال خان د اروا د خوشالولو په خاطر يې د قران کريم ختم ادا کړ او د هغهوژنه يې په سختو ټکو کې وغندله.

د اپرېل په دیارلسمه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې مشال خان په يوه صحراحي محاکمه کې ووژل شو.

د نوموړي وژنه د خېبر پښتونخوا نه علاوه په نورو پښتون مېشتو سيمو او د افغانستان په شمېر ولایتونو کې د مشال خان د فکر لارويان د وير په ټغر کېنول.

په ننګرهار کې هم یو شمېر فرهنګيان، مدني فعالان او ژورنالستان د جمعې په ورځ د باچا خان بابا د مزار انګړ ته ورټول شول او د مشال خان د اروا د خوشالولو په خاطر يې د قران کريم ختمادا کړ او د مشال خان وژنه يې په کلکو ټکو وغندله.

په دغه غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس اورنګ صميم هم برخه اخیستې وه. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( کومه ادعا او تور چې په ده باندې و، هغه پرې هېڅ ثابت شوی نه دی. یوازې د يوې غلطې ارادې له مخې دغسې يو دهشتي عمل شوی دی. په حقیقت کې چې موږ او تاسو دلته راټول شوو او د قرآن اعظیم الشان ختم مو وکړ، دا د دغسې عمل د غندنې لپاره و. ځکه لر او بر يو پښتون دی، يو افغان دی، یوه خاوره ده او یو کور دی. هر هغه څوک چې په دې کور کې جنګ ته لمن وهي او په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو او افغانانو د وژلو لپاره حرکتونه کوي، دا موږ په کلکو ټکو باندې غندو.))



لیکوال او مدني فعال ډاکټر اسدالله ښالېز وویل، مشال خان د باچاخان بابا د عدم تشدد د فلسفې لاروی و خو په تشدد سره ووژل شو:

(( نن چې دغه ځوانان دلته راغلي، دغه يو پېغام به له ځانه سره اخلي چې که له دې وروسته داسې واقعه راپېښېږي، نو داسې به نه وي چې یو دوه ورځې وير پرې وشي او بیا خبره خلاصه شي، تاسو ولېدل چې د مشال خان وژنې په دغه وطن کې د هر ولایت ځوانان او د روښانه فکر خاوندان دې ته واداره کړل چې راپورته شي او دغه موضوع رابرسېره کړي، موږ دلته ليکلي چې د شهيد مشال خان لپاره د عدالت غوښتنې غږ. دا باید تعقیب کړو، نور باید دومره ارزانه ونه وژل شوو. دا د باچا خان بابا د لارې لاروی و دا د عدم تشدد یو مشال و. خو دا په ما زما د دښمن نه ده پېرزو چې زه دې د يوه روغ او سالم پښتون په توګه د نړۍ په کره کې ځان تثبیت کړم.))

لیکوال او مدني فعال انجېنر راحتګل زیارمل وویل، د مشال خان وژنه باید نور پښتانه راويښ کړي:

(( د اسلام دین هيچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې صحراحي محاکمه جوړه کړي او د يو چا ژوند واخلي. هغه که مسلمان وي، که کافر او که د هر مذهب سره تعلق ولري. مشال خان د همدغسې يوې صحراحي محاکمې ښکار شوی دی. موږ ختيځوال، فرهنګيان او ټولنېز فعالان دغه عمل غندو. مشال خان منحیث القوم پښتون و. موږ ته تفاوت نه لري، که لر دی او که بر دی ټول يو پښتون دی. د پښتون بچې دې نور په دغسې مرګونو نه وژل کېږي. د ده وژنه باید نور پښتانه راويښ کړي.))


یاده دې وي چې د افغانستان په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم د مشال خان په یاد غونډې جوړې شوي او د هغه وژنه يې په کلکو ټکو کې غندلې او تر څنګ يې په ټوله نړۍ کې خورو ورو پښتنو په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک هم په لکونو پښتنو د مشال خان وژنه غندلې او د هغه د وژلو په اړه يې د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG