د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر تورخم دروازه د پاسپورټ ښودلو پرضد د ډریورانو مظاهره


په پېښور کې د ډرایوارانو اتحادیې د تورخم په لاره د دوی لپاره د ویزې او پاسپورټ د شرایطو پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د چارشنبې په ورځ د پېښور پریس کلب مخې یوې احتجاجي ناستې ته د وینا په وخت د اتحادیې مشرانو وویل چې د تورخم پر لار ځای پر ځای زرګونه مال وړونکي ګاډي له دې کبله ایسار دي چې ډرایوران يې د پاکستان پاسپورټ یا د افغانستان ویزه نه لري.

د مال وړونکیو ګاډو ډرایوارانو د اتحادیې مشر محمد یوسف په دغه اړه مشال راډیو ته وویل چې پاکستاني ډرایوران هېڅکله د ویزې یا پاسپورټ شرط نه مني او که غوښتنې يې نه منل کېږي نو د ګاډو مالکان او ډرایواران به له کراچۍ تر تورخمه د احتجاج په توګه کاربندیز اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG