د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزو کې دوه عسکر او يو طالب قومندان وژل شوي


په ډزو کې د وسله والو طالبانو هغه ځايی مشر شاه دوران وژل شوی چې پرضد يې پر کور چاپه وهل شوې وه.

چارواکي وايي، په اورکزو کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله کې د يوه طالب قومدان په ګډون دوه عسکر وژل شوي دي.

د پولتيکل انتظاميي يوه چارواکي د چارشنبې په ورځ د نوم نه ښود په شرط مشال راډیو ته وويل، د سېشنبې په ماخستن امنيتي ځواکونو د جاسوسي مالوماتو پراساس د اتمان خيلو په سيمه کې پر يوه کور چاپه و وهله چې هلته پټو وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

چارواکي زياته کړه چې په ډزو کې يوه پوځی افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي او يو ټپي شوی دی.

دده په وينا، د ډزو په تبادله کې د وسله والو طالبانو هغه ځايی مشر شاه دوران وژل شوی چې پرضد يې پر کور چاپه وهل شوې وه.

له تحريک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکی شاه دوران پوځ ته مطلوبه وو.

چارواکي وايي، پر دې مهال يې درې وسله وال نيولي هم دي.

وسله والو طالبانو لا هم ددې پېښې په اړه څه ويلي نه دي.

د کوزو اورکزو اتمان خيلو سيمه له خيبراېجنسۍ سره پر پوله پرته ده او دلته له څه مودې راهيسې لټون عمليات تېز شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG