د لاسرسي ځای

تازه خبر

له قبایلي سیمو سره څه کول په کار دي؟


د پاکستان د وفاق تر واک لاندې د قبایلي سیمو نقشه.
د پاکستان د وفاق تر واک لاندې د قبایلي سیمو نقشه.
ژباړه: شاهین بونیری، مشال راډیو

سرچینه: ډېلي ټايمز ورځپاڼه


لیکواله او د قبایلي سیمو کارپوهه فرحت تاج لیکي: ((داسې ښکاري چې د پاکستان ټول لوی سیاسي ګوندونه په دې خبره متفق دي چې په قبایلي سیمو کې دې، د سیاسی ګوندونو قانون عملی کړې شی؛ ایف سی آر خو دې یا ختم کړل شي او یا دې پکې په لوی کچ قانوني اصلاحات وشي او د قباییلي اولس ټول بشري حقونه دې ومنل شي.))

قبایلي سیمې په عملي توګه د استحباراتی ادارو په قابو کې دي ...

نوموړې لیکي چې، دا اتفاق د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر په میاشت کې د شهید بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې په شوي یوه کانفرنس کې مخې ته راغی.

له کانفرنسه میاشتې وړاندې، ولسمشر زرداری د فاټا په پولیټیکل پارټیز ایکټ (FATA Political Parties Act) کې د بدلون اعلان کړې وو.

خو د سیاسي ګوندونو د مرستې دغه اعلان لا تر اوسه عملي نه کړای شو.

فرحت تاج وړاندې لیکي: (( د دې د نه عملي کیدو، بې له دې نوره هیڅ وجه نشته، چې قبایلي سیمې په عملي توګه د استحباراتی ادارو په قابو کې دي؛ او دوی یې د خپلو ستراتیژیکي ګټو لپاره کاروي. له دوی سره، د قبایلي سیمو د پرمختګ او د بشري حقونو د حفاظت هیڅ فکر نشته.))

لیکواله په خپله مقاله کې، د ترهه ګرۍ پرضد د عوامی نیشنل ګوند د مبارزې ستاینه کوي او لیکې چې دا اوس اوس د ګوند یوه مشر افراسیاب خټک مشوره ورکړې ده چې قبایلي سیمو ته دې د خیبر پختونخوا په اسمبلۍ کې نمایندګي ورکړې شي.

له فاټا د پارلېمان غړو ټول عمر د پاکستان له حکومت سره ځان ملګری کړی دی او هیڅ کله یې هم له حکومتي رایې سره اختلاف نه دی کړی.

د نوموړې په خبره، دا یوښه تجویز دی ځکه چې دواړه سیمې له یو بل سره یو ځای پرتې دي او ولس یې یو شان دود دستور لري.

مقاله کې لیکل شوي دا هم ریښتیا دي چې ځېنې خلک، فاټا د یوې ځانته صوبې په توګه غواړي؛ خو که دا غوښتنه له فاټا غوره شوي د پارلېمان د غړو له خوا راځي، نو بیا ورته لږ پام پکاردی.

فرحت تاج لیکي: ((تاریخ ګواه دی چې له فاټا د پارلېمان غړو ټول عمر د پاکستان له حکومت سره ځان ملګری کړی دی او هیڅ کله یې هم له حکومتي رایې سره اختلاف نه دی کړی.))

لیکواله وړاندې لیکي چې له قبایلي سیمو د پارلېمان پر اوسنیو غړو هیڅ باور نه شي کیدای؛ ځکه چې ټوله سیمه په عملي توګه د پاکستان د استحباراتي ادارو او د هغوی د وسله والو په ولکه کې ده، او په داسې حال کې د پارلېمان غړي له ازادۍ سره خپله رایې نه شي څرګندولای.
XS
SM
MD
LG