د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کوکنار فصل اړولو کمپين پیلېږي


د ننګرهار چارواکي وايي، په ولایت کې د کوکنارو فصل اړولو کیمپېن پیلوي.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل، د کوکنارو پر ضد دا کیمپېن له سبا څخه پیلېږي چې پکې به شاوخوا ۱۵۰۰ هېکټره کرل شوي کوکنار اړوي.

ده وویل،د دوی اټکل ښيي چې په ننګرهار کې د تېر پرتله دا ځل زیات کوکنار کرل شوي خو کره ارقام یې ورنکړل.

خوګیاڼي زیاته کړه چې د کوکنارو پر ضد په کیمپېن کې به بزګرانو ته امکانات برابروي، له مشرانو سره به خبرې کوي او پوځ په مرسته به د کوکنارو پټي اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG